د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر نوی معین معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر بنسټ، د کندهار پوهنتون پخوانی رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین په توګه ټاکل شوی، چې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني، د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرتالله جمال، د خپرونو چارو معین ښاغلی مهاجر فراهي، د وزارت سلاکارانو، رئیسانو او د امارتي ادارو د مسؤلینو په شتون کې معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
د غونډې په پیل کې د اسلامي امارت د چارو ادارې مرستیال مولوي سیفالدین تائب د نوي معین د تقرر حکم ګډونوالو ته ولوست او ویې ویل: په نظام کې بدلون او تبدیل یو اصل دی او دا ډول بدلونونه د چارو د لا ښه والي لپاره ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت بریا هم د اطاعت پر اصل ولاړه ده.
وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د فرهنګ او هنر د پخواني معین مولوي عتیقالله عزیزي د خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل: دا بدلون یوازې د چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه رامنځته شوی دی. ښاغلي حقاني همدارنګه د مسؤلیتپالنې او اطاعت د اهمیت په اړه خبرې وکړې او اړینې سپارښتنې یې وړاندې کړې.
دغه راز د فرهنګ او هنر نوي معین شیخ عبدالرحمن طیبي وویل: د اسلامي امارت د بریا اساس د مشرتابه اطاعت دی او هره پرېکړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري کېږي، د ټولو مسؤلینو او غړو له خوا په بشپړه توګه عملي کېږي.
ښاغلي طیبي د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې ورسپارل شوی مسؤلیت به په پوره صداقت، ژمنتیا او د مسؤلیت په احساس سره ترسره کړي. نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو مسؤلینو او کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د چارو د لا ښه پرمختګ او سمون لپاره ورسره پوره همکارۍ وکړي.
۱۴۴۸/۲/۱۱ هـ ق
