د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوړپوړو مسؤلينو د استاد حبیب الله رفيع عیادت او د خدمتونو ستاینه وکړه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۰
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ معين ښاغلي مولوي عتیق الله عزيزي، د وزارت مقام حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړيوال، د ټوليزو رسنيو په نشراتو د څار رئيس مولوي صفی الله رائد او د عامه اړيکو رئیس او ویاند خبیب غفران د هيواد د پیاوړي څيړونکي، تاريخ پوه او لیکوال استاد حبیب الله رفيع د عیادت، د خدمتونو ستاينې او د اعزاز پګړۍ په سرکولو په موخه د استاد کور ته تشريف يووړ.
د هنر او فرهنګ معين ښاغلي عزيزي صیب استاد رفيع ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د ا.ا.ا. مو په راتګ خوښ دی، تاسو خپل علمي عظمت او وقار ساتلی دی او د هيواد له غوره څيړونکو څخه ياست، ترسره کړي خدمتونه مو د ډيرې ستاينې وړ دي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مو د آثارو د چاپ او نورو څيړنو ترسره کولو په برخه کې همکار دی.
همدا راز د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي استاد حبیب الله رفيع ته خپل ليکلي آثار او نور علمي آثار د ډالۍ په ډول وسپارل.
د ليدنې په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معين صاحبانو له لوري استاد حبیب الله رفيع ته د اعزاز پګړۍ هم ورپه سر شوه.

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۰
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۶ محرم الحرام ۱۴۴۸) به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۵
Background image

تقدیر از اشتراک‌کنندگان برتر امتحان فرمان شماره ۱۷ در ولسوالی تگاب

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا و ادارهٔ فکری و فرهنگی تنویر امتحان فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امــیرالمومـنـین حفـظه‌الله را میان ۹۰۰ تن از شاگردان مکاتب و مدارس ولسوالی تگاب این ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۱۳
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه جهت ترویج فرهنگ مطالعه و کتاب‌خوانی

ریاست کتاب‌خانه‌های عامهٔ وزارت اطلاعات و فرهنگ به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا سیمینار آموزشی یک روزهٔ جهت ترویج فرهنگ مطالعه و کتاب‌خوانی در تالار ریاست اطلاعات و فرهنگ. . .

BACK TO NEWS