د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسیټیټوټ درسي بهیر پیل شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۳۵
..

سه‌شنبه (د ۱۴۴۷ د شوال المکرم ۲۷مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د تحقیق او پراختیا ریاست د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسیټیټوټ‌ درسونه پیل شول، په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال ترڅنګ د ګرځندوی د تحقیق او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت، د عامه اړیکو رئیس او ویاند قاري خبیب غفران، د وزارت یو شمېر آمرینو، استادانو او زده کړیالانو ګډون کړی و.
د یاد انسیټیټوټ مسؤلینو وویل: د ګرځندوی او ‌هوټلدارۍ د انسیټیټوټ موخې د مسلکي ځوانان روزل، د سیاحتي خدماتو معیاري کول، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د سیلانیانو د جذب له لارې د هېواد اقتصاد ته ودې ورکول دي.
د انسیټیټوټ آمر مولوي محمد زمان ناصري او د دې انسیټیټوټ یوه تن زده کړیال د انسیټیټوټ د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې یې د ګرځندوی له معین سره شریکې کړې.
ورته وخت کې د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال وویل: دغه انسیټیټوټ تر دې دمه څو دورې زده کړیالان فارغ کړي دي، چې زیاتره فارغ شوي ځوانان اوس مهال په بېلابېلو هوټلونو کې په کار بوخته دي. ښاغلي جمال د سیاحت او ګرځندوی سکتور د هېواد له مهمو اقتصادي ستنو څخه وباله او زیاته یې کړه، چې د همدې سکتور له لارې له نړۍ سره اغېزمنې اړیکې جوړېدلی شي.
ښاغلي جمال له زده کړیالانو څخه وغوښتل، چې له شته فرصتونو څخه ښه ګټه واخلي او په نظري او عملي زده‌کړو کې لا زیات زیار وباسي، ترڅو په راتلونکي کې سیلانیانو ته باکیفیته خدمات وړاندې کړی شي، همداراز ښاغلي جمال ډاډ څرګند کړ، چې د زده کړیالانو او انسیټیټوټ ستونزو او وړاندیزونو ته به هر اړخیزه پاملرنه وشي.
د غونډې په لړ کې د عامه اړیکو رئیس او ویاند قاري خبیب غفران وویل: د خوښۍ ځای دی چې ځوانان په امن فضا کې په زده‌کړو بوخت دي او همدغه زده کړیالان کولای شي، چې نړیوالو ته د هېواد د سیاحتي، تاریخي او لرغونو برخو رښتینی انځور  وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د څو لسیزو جګړو له امله، د نورو برخو تر څنګ د سیاحت سکتور هم زیانمن شوی، خو له نېکه مرغه د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي چې دا سکتور په مسلکي ډول وده وکړي او سیلانیانو ته غوره خدمات وړاندې شي.

۱۴۰۵/۱/۲۵ هـ ش

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷) به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲۴
Background image

برگزاری مشاعره عنعنوی بهاری(لغمان سرسبز)

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به هماهنگی ریاست ترنم و ترانه‌های وزارت اطلاعات و فرهنگ مشاعره عنعنوی بهاری لغمان سرسبز را در کنار دریای خروشان الینگار شهر مهترلام راه‌اندازی کرد که. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال این ولایت راه‌اندازی کردند که هدف از برگزاری این نشست، ترویج ارزش‌های اسلامی و ملی در جامعه،. . .

BACK TO NEWS