فاریاب کې د کتاب او هنري آثارو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۶
..

د فاریاب اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د میمنې ښار اړوند ظهیرالدین فاریابي عامه کتابتون په سالون کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کتاب او هنري آثارو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: له دغه نندارتون جوړولو څخه موخې د مطالعې کلتور عامول، له هنر څخه ملاتړ او ځوانان فرهنګي فعالیتونو ته هڅول دي.
د نوموړي په وینا: په دې نندارتون کې ۱۰۰۰ ټوکه علمي، ادبي او فرهنګي کتابونه او همدارنګه د محلي هنرمندانو شاوخوا ۵۰ هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه؛ دغه نندارتون ځوانانو، زده کړیالانو او د فرهنګ او هنر مینوالو ته مناسب فرصت برابروي، ترڅو د علمي او هنري آثارو سره لا ښه آشنا او له هغو څخه ګټه واخلي.
یو شمېر ګډونوالو یاد نندارتون جوړول د مطالعې کلتور پیاوړتیا او له هنرمندانو څخه د ملاتړ په برخه کې ارزښتمند ګام وباله او فاریاب کې د ورته نورو فرهنګي پروګرامونو د دوام غوښتونکي شول. 

۱۴۴۷/۹/۲۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۷
Background image

برگزاری مسابقه سیرت النبیﷺ میان حدود ۱۰۰۰ تن در گردیز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا به هماهنگی مشترک ریاست معارف این ولایت و اداره فکری و فرهنگی الکوثر مسابقه سیرت النبیﷺ را میان حدود ۱۰۰۰ تن شاگرد مکاتب خصوصی شهر گردیز این ولایت راه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری مسابقه هنری و نمایشگاه سه روزه در پکتیا 

ریاست هنرستان وزارت اطلاعات و فرهنگ و ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا مسابقه آثار هنری را میان حدود ۱۰۰ تن راه‌اندازی کردند و هم‌چنان نمایشگاه سه روزه آثار هنری این هنرمندان نیز آغاز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب به کتاب‌خانه عامه بغلان اهدا گردید 

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب از سوی مقام ولایت بغلان به کتاب‌خانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت اهدا شد.
مولوی اسدالله مصطفی هاشمی رییس اطلاعات و فرهنگ بغلان، گفت که این کتاب‌ها بخش. . .

BACK TO NEWS