د کابل ټایمز ورځپاڼې ۶۴مه کلیزه ونمانځل شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۱۵
..

شنبه د (۱۴۴۷ د رمضان المبارک ۱۲مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د دولتي ورځپاڼو ریاست له لوري د ماشین خانې په تاریخي ودانۍ کې د کابل ټایمز ورځپاڼې ۶۴مه کلیزه ونمانځل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت رئیسانو، د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماتانو او کلتوري اتشو، لیکوالانو، ادیبانو، د رسنیو مسوولینو او خبریالانو ګډون کړی و.
د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وویل: کابل ټایمز رسنۍ د نظام ژبه ده او نړۍ ته د افغانستان د وضعیت او پرمختګونو په رسولو کې یې خپل رسالت په سمه توګه ادا کړی دی، له نړیوالو سره د اسلامي امارت له مهمو ادرسونو څخه یو هم کابل ټایمز دی.
د ښاغلي فراهي په وینا؛ په هېواد کې لسګونه تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ فعالیت لري، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ټولو رسنیو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي.
ورته مهال د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: رسنۍ په مطبوعاتي ډګر کې ډېر ارزښت او اهمیت لري، د یوې رسنۍ بریا په دقیقو او بې ‌طرفه نشراتو پورې تړلې ده، کابل ټایمز د هېواد له بریالیو رسنیو څخه یوه ده، چې څو لسیزې یې فعالیت کړی او خپل ځای یې له ډېرو لوړو او ژورو سره ساتلی دی او کابل ټایمز له نړۍ سره د هېواد د اړیکو پُل دی.
ښاغلي عزیزي د رسنیو له مسؤولینو څخه وغوښتل، چې د ژورنالیزم د مسلکي اصولو مطابق دقیق، جامع او بې ‌طرفه معلومات وړاندې کړي.
د غونډې په لړ کې د کابل ټایمز ورځپاڼې د تاسیس څخه تر دې مهاله د ټولو چاپي نسخو نندارتون هم ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، د کابل ټایمز ورځپاڼه چې په انګلیسي ژبه خپرېږي، د ۱۳۴۰ لمریز کال د حوت په ۸مه (۲۷ فبروري ۱۹۶۲م) د ظاهر شاه د سلطنت او د داوود خان د صدارت پر مهال د صباح‌ الدین کشککي تر ریاست لاندې تأسیس شوه، چې په لومړیو کې په اوونۍ کې دوه یا درې ځله خپرېده، شاوخوا دوه کاله وروسته یې خپل فعالیت د ورځپاڼې په نوم پیل کړ او تر نن ورځې خپریږي.

۱۴۴۷/۱۲/۱۰ هـ ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS