د رسنيو شکايتونو او سرغړونو د څيړنو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه
چهارشنبه ( ۱۴۴۷ د رمضان المبارک لومړی نېټه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ یاد معينيت کې د رسنيو شکايتونو او سرغړونو د څيړنو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه.
یاده غونډه کې چې د کمېسيون د غړو په حضور کې جوړه شوې وه، رسنيز شکايتونه او ستونزې وارزول شوې.
په دې ناسته کې د راه فردا تلویزیون، چنار راډیو او د سفر افغانستان یوټیوب چینل کې د نشر شوې ویډیو پر سر د رامنځته شوې ستونزې په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې او د کمېسیون د غړو له لوري يې په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د یادو ستونزو د حل په موخه کمیټې وټاکل شوې، تر څو ستونزې په هر اړخيزه توګه وڅېړل شي او راتلونکي غونډې ته يې راپور وړاندې شي.
۱۴۰۴/۱۱/۲۹ هـ ل
