د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري آتشې د ازمیر په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۹:۱۴
..

د ا.ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري آتشې قاري حمیدالله تمکین د ترکیې په ازمیر ښار کې د صحت، کلتور او ګرځندوی په نړیوال درې ورځني کنفرانس کې چې د نړېوال ساتکوف سازمان له خوا، د ترکیې د صحت وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ ترسره شوی ګډون وکړ، دغه کنفرانس د ۱۳ هېوادونو د سفیرانو او د ۳۲ هېوادونو د دیپلوماتانو او آتشو په ګډون او د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شو.
د کنفرانس په پیل کې د ترکیې د صحت وزیر او د ساتکوف (SATKOF) سازمان رئيسې مېرمن آی ‌سون بای د ګډونوالو هرکلی وکړ او د نړیوالو تعاملاتو پر ارزښت یې ټینګار وکړ، دوی څرګنده کړه چې دغه تعاملات د روغتیايي نظامونو د پرمختګ، د کلتوري ظرفیتونو د لوړولو او د ګرځندوی د ودې لپاره مهم رول لري، همدا راز د کنفرانس په ترڅ کې د هېوادونو سفیرانو او استازو په بېلابېلو تخصصي محورونو کې خپلې ویناګانې وړاندې کړې، د دغو بحثونو اصلي برخې د روغتیا په برخه کې د تجربو تبادله، د کلتوري ظرفیتونو معرفي او د ګرځندوی صنعت د پیاوړتیا لارې چارې وې. ناستې د تخصصي برخو په ډول تنظیم شوې وې او هر هېواد ته جلا فرصت ورکړل شوی و چې خپلې برنامې، لاسته ‌راوړنې او د همکاریو وړاندیزونه شریک کړي.
کنفرانس درې ورځې دوام وکړ، چې پکې تخصصي غونډې، مشورتي کارګاوې او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو ناستې ترسره شوې، د برنامې په پای کې له سفیرانو، آتشو او دیپلوماتانو څخه د هغوی د فعال حضور او اغېزمن رول په خاطر قدرداني وشوه.
یاد کنفرانس، د روغتیايي، کلتوري او ګرځندوی همکاریو د پیاوړتیا ترڅنګ، د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د متقابلې پېژندنې او اړیکو د پراختیا زمینه لا زیاته کړه.

۱۴۴۷/۶/۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۷
Background image

برگزاری مسابقه سیرت النبیﷺ میان حدود ۱۰۰۰ تن در گردیز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا به هماهنگی مشترک ریاست معارف این ولایت و اداره فکری و فرهنگی الکوثر مسابقه سیرت النبیﷺ را میان حدود ۱۰۰۰ تن شاگرد مکاتب خصوصی شهر گردیز این ولایت راه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری مسابقه هنری و نمایشگاه سه روزه در پکتیا 

ریاست هنرستان وزارت اطلاعات و فرهنگ و ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا مسابقه آثار هنری را میان حدود ۱۰۰ تن راه‌اندازی کردند و هم‌چنان نمایشگاه سه روزه آثار هنری این هنرمندان نیز آغاز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب به کتاب‌خانه عامه بغلان اهدا گردید 

یک‌هزار و ۲۰۰ عنوان کتاب از سوی مقام ولایت بغلان به کتاب‌خانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت اهدا شد.
مولوی اسدالله مصطفی هاشمی رییس اطلاعات و فرهنگ بغلان، گفت که این کتاب‌ها بخش. . .

BACK TO NEWS