د جوزجان له وړيا ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوانان فارغ شول

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۵۱
...

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز مسؤلین وایي: یاد ښوونیز مرکز څخه ۳۳۰ تنه زده کوونکو د کمپیوتر له بېلابېلو پرګرامونو څخه د یو شاندارې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په دې فراغت غونډه کې د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق تر څنګ د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، د زده کوونکو والیدینو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق د ځوان په نسل په فکري روزنه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خدماتو څخه د مننې ترڅنګ وویل: دا مهال هېواد بیداره، د علم په ګاڼه سمبال او ژمنو ځوانانو ته اړتیا لري، ځوانان دې د علم حاصلولو له لارې د هېواد پرمختګ ته کار وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوی سیف الدین معتصم وویل: د وړیا ښوونیز مرکز له اوومې دورې څخه ۳۳۰ تنه زده کوونکي د کمپیوتر له بېلابیلو پروګرامونو څخه فارغ شول او دا مهال سلګونه نور ځوانان د دې ریاست څلورو ښوونیزو مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د مسؤلينو له لوري فارغ شويو ځوانانو ته د فراغت سندونه ووېشل شول.

۱۴۴۶/۱۱/۱۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS