د ترکیې کلتوري استازي د عامه کتابتونونو له ریاست څخه لیدنه وکړه
سهشنبه ( ۱۷ د شوال المکرم ۱۴۴۶) په افغانستان کې د ترکیې کلتوري استازي ښاغلي محمد امره الپای د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د عامه کتابتونونو رئیس حافظ نعمتالله منتظر، د وزارت مقام د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس شفیق احمدزي او د یاد ریاست آمرینو هم حضور درلود.
دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوستانه اړیکو ترڅنګ د کتابتونونو په برخه کې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار وکړ.
ښاغلي الپای د عامه کتابتونونو رياست د فعالیتونو ستاینه وکړه او د لا ډېرو همکاریو ډاډ یې ورکړ، همدا راز نوموړي د کتابتون له بېلابېلو تالارونو هم لیدنه وکړه او د جریدو او مجلو تالار د سمبالښت په برخه کې یې د مرستې ژمنه وکړه.
د لیدنې په پای کې ښاغلي الپای ته د عامه کتابتونونو ریاست له خوا یو شمېر کتابونه هم ډالۍ شول
