بدخشان کې سلګونه تنه ځوانان له وړیا ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۱
ghp

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوانان د درې میاشتني ښوونيز پروګرام له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د مسؤلينو په وينا؛ یاد پروګرام د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ویناوالۍ او خوش ‌نویسۍ په برخو کې ترسره شوی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجینیر ذبیح ‌الله امیري د فارغینو هڅې او زحمتونه وستایل او د زده‌ کړې او ظرفیتونو د پراختیا پر ارزښت یې ټینګار وکړ. 
نوموړي وویل: زموږ هېواد داسې ځوانانو ته اړتیا لري، چې د ملي ګټو، دیني ارزښتونو او د ټولنې د آبادۍ لپاره سره یو موټی وي، د پردیو کلتوري اغېزو څخه لرې پاتې شي او خپل کلتوري ارزښتونه وساتي.
د ځوانانو چارو آمر د دې مرکز د لاسته ‌راوړنو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل: سږ کال ۱۵۰۰ زده ‌کوونکي له دې مرکز څخه فارغ شوي دي، نوموړي زیاته کړه؛ د دې ښوونیزو پروګرامونو ترڅنګ د ځوانانو لپاره ۱۵ لنډ مهاله ورکشاپونه هم جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې فارغینو ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د فراغت سندونه هم ورکړل شول.

۱۴۴۶/۹/۱۶ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۶ ل

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۰:۱
Background image

نشستِ نوبتی کمیته باستان‌شناسی برگزار شد

یک‌شنبه مورخ(۱۶ رمضان المبارک ۱۴۴۶) به رهبری مولوی عتیق الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ نشست نوبتی کمیته باستان‌شناسی برگزار شد.
در این نشست درمورد بخش‌های مختلف. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

صدها تن جوان از مرکز آموزشی رایگان در بدخشان فارغ شدند

از مرکز آموزشی رایگان آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بدخشان ۳۵۰ تن جوان از یک دورهٔ آموزشی سه ماهه در بخش‌های کمپیوتر، زبان انگلیسی ، فن بیان و خوش‌ نویسی فارغ شدند.
انجی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۵۳
Background image

نشستِ با جوانان ولسوالی پل‌حصار برگزار شد

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بغلان با جوانان رضاکار ولسوالی پل‌حصار نشستِ را برگزار کردند و درمورد رشد فکری جوانان، پیشرفت سالم، ایجاد سهولت‌ها در بخش‌های تعلیمی و تحصیلی و. . .

BACK TO NEWS