بدخشان کې سلګونه تنه ځوانان له وړیا ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوانان د درې میاشتني ښوونيز پروګرام له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د مسؤلينو په وينا؛ یاد پروګرام د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ویناوالۍ او خوش نویسۍ په برخو کې ترسره شوی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجینیر ذبیح الله امیري د فارغینو هڅې او زحمتونه وستایل او د زده کړې او ظرفیتونو د پراختیا پر ارزښت یې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل: زموږ هېواد داسې ځوانانو ته اړتیا لري، چې د ملي ګټو، دیني ارزښتونو او د ټولنې د آبادۍ لپاره سره یو موټی وي، د پردیو کلتوري اغېزو څخه لرې پاتې شي او خپل کلتوري ارزښتونه وساتي.
د ځوانانو چارو آمر د دې مرکز د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل: سږ کال ۱۵۰۰ زده کوونکي له دې مرکز څخه فارغ شوي دي، نوموړي زیاته کړه؛ د دې ښوونیزو پروګرامونو ترڅنګ د ځوانانو لپاره ۱۵ لنډ مهاله ورکشاپونه هم جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې فارغینو ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د فراغت سندونه هم ورکړل شول.
۱۴۴۶/۹/۱۶ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۶ ل