په هنرستان ریاست کې ۲۰۰ هنري آثار نندارې ته وړاندې شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۰:۲۳
fghu

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي، د یوناما د بشري حقونو د چارو مشره فیونا فرزر د ملګري ملتونو فرهنګي سازمان ( یونسکو) مسوول برانډن  کاسار او د اطلاعاتو کلتور وزارت اداري چارو مسوولینو او ګڼ شمېر لیکوالانو او هنري څېرو ګډون کړی وو، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان ریاست په هڅو او د یوناما، ستاره ګان او مشعل اکاډمي په همکارۍ د نوښت ګرو ځوانانو ۲۰۰ هنري آثار نندارې ته وړاندې شول.

په دغه نندارتون کې د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: ښکلي هنرونه یوازې د فردي خلاقیت څرګندونه نه کوي، بلکې د ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو د ساتلو او پراختیا لپاره هم حیاتي رول لري، همدارنګه نندارتونونه د خلکو ترمنځ د اړیکو پراخولو، د نوې پوهې ترلاسه کولو او د مختلفو کلتورونو په اړه د فهم زیاتولو وسیلې ګرځېدلي دي.
 ښاغلي عزیزي زیاته کړه، د ښکلیو هنرونو له لارې انسانان کولای شي خپل احساسات او افکار په نویو او بېلابېلو لارو وړاندې کړي، کوم چې د ټولنې د فرهنګي پرمختګ لپاره مهم دي؛ همدا راز میناتوري او خطاطي د افغانستان دوه تلپاتې هنرونه او ویاړونه دي چې علامه کمال الدین بهزاد یې ایجادګر او مخترع دی، نړیوال سازمانونه او په ځانګړي ډول یونیسکو باید دغه هنرونه نورو هېوادونو ته منسوب نه کړي او د افغانستان ملکیت یې دې وګڼي.
 
ورپسې د یوناما د بشري حقونو د چارو مشره آغلې فیونا فرزر وویل: موږ خوشحاله یو چې په افغانستان کې د ښکلي هنرونو لپاره لا هم کار کېږي او په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې ستایو؛ همدارنګه آغلې فرزر زیاته کړه، چې یوناما د افغانستان د کلتور، هنر او تاریخي میراثونو ساتنې او پرمختګ ته ژمن دی او دریځ یې په دې برخه کې تل د افغانستان د هنرمندانو ملاتړ او د هنرونو د ودې لپاره اړین ګامونه اخیستل دي او دا سازمان د افغان هنرمندانو لپاره د نړیوالو فرصتونو برابرولو لپاره کار کوي، ترڅو د افغانستان فرهنګي وده او نړیوال پېژندګلوي لا پیاوړې شي.
د یادونې وړ ده چې د نوښت ګرو ځوانانو نندارتون به ۷ ورځې دوام وکړي چې د ۶۰ هنرمندانو ۲۰۰ هنري آثار به نندارې ته وړاندې شي.

۱۴۴۶/۸/۲۶ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۶ هـ. ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

فراغت ده‌ها تن جوان از بخش‌های زبان انگلیسی و برنامه‌های کمپیوتر در لغمان

از مرکز آموزشی رایگان آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان ۷۰ تن جوان از بخش‌های زبان انگلیسی و برنامه‌های کمپیوتر فارغ شدند.
مولوی عبدالنور رسولی رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۵
Background image

توزیع پیام عیدی عالی‌قدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) در تمام ولایات و برگزاری نشست‌ها جهت تهیه و پخش برنامه‌های عیدی

پیام عیدی عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی در تمام ولایات کشور بر مردم عام، ادارات ملکی و نظامی توزیع گردید و هم‌چنان نشست‌های هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها جهت تهیه و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۹
Background image

نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، مسوولان رسانه‌ها و یوتیوبران در بادغیس برگزار شد

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بادغیس نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، مسوولان رسانه‌ها، خبرنگاران و یوتیوبران جهت هماهنگی بیشتر و ترویج ارزش‌های اسلامی و اجتماعی برگزار کرد.
سید. . .

BACK TO NEWS