بلخ کې له وړيا ښوونیز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۰:۱۳
fghj

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړيا ښوونیز مرکز څخه ۲۰۰ تنه ځوانانو له شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار ځوانان د ټولنې متحرک او فعال ځواک یاد کړ او څرګنده یې کړه، چې د هر وخت په پرتله افغان ځوانان اوس د خپلو مسؤلیتونو په اړه جدي دي، په ديني او عصري علومو کې د زده کړې لپاره هڅې کوي، همدارنګه ښاغلي ضرار ځوانان د ټولنې نه ستړي کېدونکي معماران یاد کړل او ويې ويل: افغانستان روزل شوي او غښتلي ځواک ته اړتیا لري او اسلامي امارت د ځوانانو د دیني او عصري علومو په برخه کې لازم امکانات برابروي.
ګډونوالو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او نورو ادارو څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې په دې برخه کې د نورو ځوانانو لپاره د دغه ډول پروګرامونو جوړولو هڅه هم وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ځوانانو د شپږو میاشتو په اوږدو کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د اکتید دفتر په همکارۍ د انګلیسي، کمپیوټر، ويناوالۍ او خوش نویسۍ په برخو کې زده کړې وکړې.

۱۴۴۶/۸/۱۴ هـ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۵ هـ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» در تخار

سیمینار تحت عنوان «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» با هدف ارتقای سطح آگاهی جوانان پیرامون مسوولیت‌های دینی، اجتماعی و ملی آنان، در ریاست اطلاعات و فرهنگ تخار در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۴
Background image

نشست رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی

نشست هماهنگی رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با شماری از یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی، به‌منظور بررسی چالش‌ها، شنیدن مشکلات و تقویت روند فعالیت‌های رسانه‌یی در این ولایت برگزار شد.
مو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

قانون حفظ آثار جهادی در ولایت میدان‌وردگ تشریح گردی

ریاست عمومی حفظ آثار جهادی به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان‌وردگ به اساس حکم زعیم کشور قانون حفظ آثار جهادی را تشریح کرد.
در این نشست، مفتی محمد طاهر احمد رییس عمومی حفظ آثار. . .

BACK TO NEWS