د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
یکشنبه ( ۲۰ د جمادی الثاني۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين او د کميسيون د مرستیال ښاغلي مهاجر فراهی صاحب په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي صاحب پيلیزه وينا وکړه او د تیرې غونډې د پریکړو ارزونه يې وکړه.
ننۍ غونډه کې د کميسیون لخوا د کاوون غږ او سوله سهار راډيوګانو د ستونزو د هوارۍ په موخه ګمارل شوي پلاوي خپل راپور وړاندې کړ، چې د کميسيون د غړو له لوري د سوله سهار راډيو ته د جواز په ورکولو موافقه وشوه، تر څنګ يې په راه فردا او ارزو تلويزيونونو د خبريالانو له لوري شوي شکايتونه وڅېړل شول، همدا راز په شپږو نورو موضوعاتو هم بحث وشو، چې په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
غونډه د اختتامیې په دعا سره پای ته ورسیده.
۱۴۰۳/۱۰/۲ هـ ل
۲۰۲۴/۱۲/۲۲ میلادي