‏د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۹:۵۵
fghjk

یکشنبه ( ۲۰ د جمادی الثاني۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين او د کميسيون د مرستیال ښاغلي  مهاجر فراهی صاحب په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. 
غونډه د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي صاحب پيلیزه وينا وکړه او د تیرې غونډې د پریکړو ارزونه يې وکړه.
ننۍ غونډه کې د کميسیون لخوا د کاوون غږ او سوله سهار راډيوګانو د ستونزو د هوارۍ په موخه ګمارل شوي پلاوي خپل راپور وړاندې کړ، چې د کميسيون د غړو له لوري د سوله سهار راډيو ته د جواز په ورکولو موافقه وشوه، تر څنګ يې په راه فردا او ارزو تلويزيونونو د خبريالانو له لوري شوي شکايتونه وڅېړل شول، همدا راز په شپږو نورو موضوعاتو هم بحث وشو، چې په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
غونډه د اختتامیې په دعا سره پای ته ورسیده.

۱۴۰۳/۱۰/۲ هـ ل
۲۰۲۴/۱۲/۲۲ میلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS