د اطلاعاتو او کلتور رئیس د ځوانانو له ښوونیز مرکز څخه لیدنه وکړه

panah_admin
Wed, Nov 20 2024 10:37 AM
..

د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي ګل ‌محمد الیاس او د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور د یاد ریاست د ځوانانو ښونیز مرکز له زده کړییز بهیر څخه لیدنه وکړه. 
ښاغلي الیاس په ‌دې کتنه کې د ځوانانو له زده ‌کړییز بهیر د څارنې ترڅنګ ددغه مرکز شته ستونزې واوریدې او د حل لپاره یې امکاناتو ته په کتو ډاډ ورکړ. 
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو په ښوونیز مرکز کې لسګونه ځوانان په کمپیوټر او انګلیسي برخو کې په زده‌ کړو بوخت دي. 
همدا راز د ليدنو په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د امارتي شرکت له چاپ‌خونې څخه هم لیدنه ترسره کړه. 
نوموړي د یادې چاپ‌خونې ماشینونه له نږدې وليدل او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د چاپ په برخه کې دې د تل په څېر پاملرنه وکړي. 
د چاپ‌خونې آمر احمد جاوید واحدي د اطلاعاتو او کلتور رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: چې د رنګه چاپ په برخه کې د یو ماشین پېرلو لپاره له همکارو مؤسسو سره خبرې وکړي، ترڅو په ‌دې برخه کې له شته ستونزې هم له منځه ولاړې شي. 
ښاغلي الیاس د یادې چاپ‌خونې شته ستونزې واوریدې او ژمنه یې وکړه، چې یادې ستونزې به د ولایت مقام او اړوندو مرستندويه مؤسسو سره شریک کړي، څو د چاپ‌خونې دغه برخه هم فعاله شي. 

۱۴۴۶/۵/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۳۰ هـ ل