کندوز کې د (مخمل خیال) تر نامه لاندې یو ورځنۍ کلتوري نندارتون پرانیستل شو

tawana_admin
Sat, Jul 27 2024 4:18 PM
22

شنبه ( ۲۱ محرم ۱۴۴۶ ) کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امریت له لوري د (مخمل خیال) تر نامه د نقاشۍ یو ورځنی نندارتون ترسره شو. 
پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیع‌الله روحاني خبرې وکړې او ويې ویل: ډېر د خوښۍ ځای دی، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نورو کلتوري غونډو په دوام نن د کندوز ولسونه د یوې بل کلتوري نندارتون شاهدان دي، له نېکه مرغه په تېرو درې کلونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ډېرو کلتوري غونډو ترسره کولو ترڅنګ ددغه رياست په اډانه کې یو نګارستان پرانستلی، چې هر ليکوال او نقاش کولای شي، چې خپل اثرونه په ياد نګارستان کې وساتي.
 د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمر احمد جاوید رنجبر د داسي نندارتونونو په دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امریت ژمن دی، چې په راتلونکي کې هم د فرهنګيانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو ترسره کولو ترڅنګ دې ته ورته نندارتونونه ترسره کړي. 
همدا راز د هېواد پیاوړي خطاط او نقاش استاد عزیز سوران خبرې وکړې، نوموړي په کندوز ولايت کې د هنر او کلتور د ودې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هراړخيزې پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ وویل: چې ډېر د خوشحالۍ ځای دی، چې په ډاډمن امنیت کې د‌دغه شان کلتوري غونډو شاهد‌ یم. 
پای کې د غونډې ټولو ګډونوالو له کلتوري نندارتون څخه لیدنه وکړه، چې د ګډونوالو له هرکلي سره مخ شول.

۱۴۰۳/۵/۶ ھ ل 
۲۰۲۴/۷/۲۷ ميلادي