کندوز کې د (مخمل خیال) تر نامه لاندې یو ورځنۍ کلتوري نندارتون پرانیستل شو
شنبه ( ۲۱ محرم ۱۴۴۶ ) کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امریت له لوري د (مخمل خیال) تر نامه د نقاشۍ یو ورځنی نندارتون ترسره شو.
پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیعالله روحاني خبرې وکړې او ويې ویل: ډېر د خوښۍ ځای دی، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نورو کلتوري غونډو په دوام نن د کندوز ولسونه د یوې بل کلتوري نندارتون شاهدان دي، له نېکه مرغه په تېرو درې کلونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ډېرو کلتوري غونډو ترسره کولو ترڅنګ ددغه رياست په اډانه کې یو نګارستان پرانستلی، چې هر ليکوال او نقاش کولای شي، چې خپل اثرونه په ياد نګارستان کې وساتي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمر احمد جاوید رنجبر د داسي نندارتونونو په دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امریت ژمن دی، چې په راتلونکي کې هم د فرهنګيانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو ترسره کولو ترڅنګ دې ته ورته نندارتونونه ترسره کړي.
همدا راز د هېواد پیاوړي خطاط او نقاش استاد عزیز سوران خبرې وکړې، نوموړي په کندوز ولايت کې د هنر او کلتور د ودې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هراړخيزې پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ وویل: چې ډېر د خوشحالۍ ځای دی، چې په ډاډمن امنیت کې ددغه شان کلتوري غونډو شاهد یم.
پای کې د غونډې ټولو ګډونوالو له کلتوري نندارتون څخه لیدنه وکړه، چې د ګډونوالو له هرکلي سره مخ شول.
۱۴۰۳/۵/۶ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲۷ ميلادي
