د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د يوناما له رئيس سره وکتل

wares_admin
Wed, May 15 2024 6:32 PM
…

سه‌شنبه (۶ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي فیروزالدين منيب په خپل کاري دفتر کې د يوناما د ساحوي دفتر له رئيس روبین کلپين سره وکتل.

مولوي فیروزالدين منيب د يوناما رئيس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: سمنګان ولايت يو له لرغونو ولايتونو څخه دی چې هره ورځ لسګونه تنه کورني او بهرني سیلانيان يواځې د رستم تخت له ډبرينې سټوپې څخه ليدنه کوي.

ښاغلي منيب د خپلو خبرو په ترڅ کې رسنۍ د ملت د سترګو او غوږونو په حیث وبللې او زياته يې کړه؛ په سمنګان ولايت کې رسنۍ په له هر ډول محدوديت پرته فعاليت کوي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له رسنيو څخه په کلکه ملاتړ کوي.


د يوناما د ساحوي دفتر رئيس روبين کلپين د يادې ناستې موخه د دولتي ادارو او مرستندويه موسساتو ترمنځ همغږي او د اړيکو جوړول ياد کړل، د نوموړي په وينا؛ مرستندويه موسسات هڅه کوي، تر څو د افغانستان له دولت سره ښې کاري اړيکې ولري.

۱۴۰۳/۲/۲۵ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۱۴ میلادي