بادغیس ولايت کې د قلموالو او ليکوالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wares_admin
Mon, May 06 2024 5:07 PM
Badghis Province

دوشنبه ( ۲۷ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د بادغيس ولايت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د ټولنيزو رسنيو فعالانو او ليکوالانو ترمنځ مشورتي او د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

 په غونډه کې د بادغیس ولايت مرستيال والي مولوي غلام محمد محمدي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي مطيع الله متقي او د امنيه قوماندانۍ وياند صديق الله صديقي ګډون درلود.

غونډې ته په خپله وينا کې مرستيال والي مولوي غلام محمد محمدي پر اتفاق، یوالي، ورورولۍ، همغږی او د مشرانو پر اطاعت ټنګار وکړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي مطيع الله  متقي د اسلامپالو مبارزينو فعاليتونه وستايل او د هرراز همکاريو ډاډ يې ورکړ.

۱۴۰۳/۲/۱۷ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۶ میلادي