بادغیس ولايت کې د قلموالو او ليکوالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
دوشنبه ( ۲۷ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د بادغيس ولايت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د ټولنيزو رسنيو فعالانو او ليکوالانو ترمنځ مشورتي او د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې د بادغیس ولايت مرستيال والي مولوي غلام محمد محمدي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي مطيع الله متقي او د امنيه قوماندانۍ وياند صديق الله صديقي ګډون درلود.
غونډې ته په خپله وينا کې مرستيال والي مولوي غلام محمد محمدي پر اتفاق، یوالي، ورورولۍ، همغږی او د مشرانو پر اطاعت ټنګار وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي مطيع الله متقي د اسلامپالو مبارزينو فعاليتونه وستايل او د هرراز همکاريو ډاډ يې ورکړ.
۱۴۰۳/۲/۱۷ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۶ میلادي
