شيواى شرق دکابل په پولي تخنيک پوهنتون کې دبيهقي کتابونو دخپرونو موسسې نمايندګي پرانستله
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين نن دبيهقي کتابونو دخپرونو دموسسې دويمه نمايندګي دکابل په پولي تخنيک پوهنتون کې پرانستله
د باختراژانس دخبريال د خبرله مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق د دغې نمايندګۍ دپرانستلو په وخت کې وويل: دبيهقي کتابونو نمايندګي داطلاعاتواوفرهنګ وزارت او دپولي تخنيک داکاډميک بنسټ ترمنځ دمعنوي اوفرهنګي دوستۍ پيوند دى .
هغه زياته کړه، دبيهقي کتابونو دخپرونو موسسه به داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرنيز بنسټ په توګه ډېر لرغوني متنونه تاسو ته وړاندې کړي .
هغه د مطالعې په فرهنګ او دکاډميکي بنسټونو ترمنځ د هغه په پراختيا باندې ټينګاروکړ او ويې ويل چې دپولي تخنيک پوهنتون له مشرتابه څخه دبيهقي کتابونو دخپرونو موسسې دنمايندګۍ لپاره دمشخص ځاى دټاکلو لپاره قدرداني کوم .
هغه زياته کړه، موږ په مثبتوګامونوسره پرمخ ځو او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مشرتوب هڅه او هاند کوي چې دځوانانو ترمنځ دمطالعې فرهنګ په چټکتيا سره ترويج کړي .
هغه څرکنده کړه، په دې نمايندګۍ کې ددوه زره ټوکو په تېراژ دوه سوه عنوانه کتابونه چې ټولې برخې پکې شاملېږي او د بيهقي کتابونو دخپرونو موسسې چاپ کړي دي په پام کې نيول شوي دي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو چارو معين دڅرګندونو له مخې، په ډېر لنډ ممکن وخت کې د دغه وزارت په نوښت په هېواد کې يوبين المللي نندارتون جوړېږي.
وروسته دپولي تخنيک پوهنتون رييس پوهنوال محمد سعيد کاکړ وويل: دبيهقي کتابونو دخپرونو موسسې دنمايندګۍ په پرانستلو سره دغه دوه علمي بنسټونه له يوبل سره نږدې شول اوبايد ديوبل له ظرفيتونو څخه اغيزمنه ګټه واخلي .
هغه د دغې نمايندګۍ رامنځته کول دمحصلانو او ځوانانو لپاره ارزښتناک ګام وباله او ويې ويل: هيله لرم موږپه راتلونکې کې دکتابونودښودلو ګډ پروګرامونه ولرو چې ځوانان له علمي سرچينو سره زياته بلدتيا پيداکړي
کابل/ دکب٧مه / باختر :