شيواى شرق دکابل په پولي تخنيک پوهنتون کې دبيهقي کتابونو دخپرونو موسسې نمايندګي پرانستله

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۸:۴۱
شيواى شرق دکابل په پولي تخنيک پوهنتون کې دبيهقي کتابونو دخپرونو موسسې نمايندګي پرانستله


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين نن دبيهقي کتابونو دخپرونو دموسسې دويمه نمايندګي دکابل په پولي تخنيک پوهنتون کې پرانستله
د باختراژانس دخبريال د خبرله مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق  د دغې نمايندګۍ دپرانستلو په وخت کې وويل: دبيهقي کتابونو نمايندګي داطلاعاتواوفرهنګ وزارت او دپولي تخنيک داکاډميک بنسټ ترمنځ دمعنوي اوفرهنګي دوستۍ پيوند دى .
هغه زياته کړه، دبيهقي کتابونو دخپرونو موسسه به داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرنيز بنسټ په توګه  ډېر لرغوني متنونه تاسو ته وړاندې کړي .
هغه د مطالعې په فرهنګ او دکاډميکي  بنسټونو ترمنځ د هغه په پراختيا باندې ټينګاروکړ او ويې ويل چې دپولي تخنيک پوهنتون له مشرتابه څخه دبيهقي  کتابونو دخپرونو موسسې دنمايندګۍ لپاره دمشخص ځاى دټاکلو لپاره قدرداني کوم .
هغه زياته کړه، موږ په مثبتوګامونوسره پرمخ  ځو او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مشرتوب هڅه او هاند کوي چې دځوانانو ترمنځ دمطالعې  فرهنګ په چټکتيا سره ترويج کړي .
هغه څرکنده کړه، په دې نمايندګۍ کې ددوه زره ټوکو په تېراژ دوه سوه عنوانه کتابونه چې ټولې برخې پکې  شاملېږي او د بيهقي کتابونو دخپرونو موسسې چاپ کړي دي په پام کې نيول شوي دي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو چارو معين دڅرګندونو له مخې، په ډېر لنډ ممکن وخت کې د دغه وزارت په نوښت په هېواد کې يوبين المللي  نندارتون جوړېږي.
وروسته دپولي تخنيک پوهنتون رييس پوهنوال محمد سعيد کاکړ وويل: دبيهقي  کتابونو دخپرونو موسسې  دنمايندګۍ په پرانستلو سره دغه دوه علمي  بنسټونه  له يوبل سره نږدې شول اوبايد ديوبل  له ظرفيتونو څخه اغيزمنه ګټه واخلي .
هغه د دغې نمايندګۍ رامنځته کول  دمحصلانو او ځوانانو لپاره ارزښتناک ګام وباله او ويې ويل: هيله لرم موږپه راتلونکې کې دکتابونودښودلو ګډ پروګرامونه ولرو چې ځوانان له علمي سرچينو سره زياته بلدتيا پيداکړي
کابل/ دکب٧مه / باختر
:

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۳
Background image

برگزاری سیمینار‌های علمی در ولسوالی‌های مقر و ناوه 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی با هماهنگی آمریت‌های معارف، سیمینارهای علمی را با هدف اصلاح فکری برای شماری از جوانان ولسوالی‌های مقر و ناوه، برگزار کرد.
ملا حمیدالله نثار رییس اطلاعات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

دیدار معین فرهنگ و هنر با رییس عمومی موسسه فیروزکوه

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ با خانم لیان رییس عمومی موسسه فیروزکوه برای افغانستان و هیأت همراه وی دیدار کرد.
در این دیدار که محمد شفیق احمدزی رییس ارتباط. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۹
Background image

برگزاری امتحان فرمان شماره ۱۷ در فاریاب

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب با هماهنگی اداره علمی و فرهنگی البرز امتحان رساله فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی (درمورد رسم و رواج‌های ناپسند در امور خویشاوندی. . .

BACK TO NEWS