د فريلانسنګ برخه کې ۹۰ تنو ځوانانو زده کړې پيل شوې

wares_admin
Sun, Dec 03 2023 3:04 PM
.....

  د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او وای، اېچ، ډي، او موسسې په ګډې همغږۍ د فريلانسنګ برنامې لپاره له ۳۵۰ تنو ځوانانو څخه ازموېنه اخيستل شوې وه، چې تېره ورځ ۹۰ تنه بريالي شويو ځوانانو ته عملاً درسونه پيل شول. 
د ننګرهار ولايت د فريلانسنګ برنامې د پرانستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور محمد حنيف بريالي شويو ځوانانو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ وويل؛ له وای، اېچ، ډي، او موسسې څخه مننه کوم، چې د ننګرهار ځوانانو ته يې د فريلانسنګ  په برخه کې د وړيا زده کړو زمينه برابره کړې،  د تکنالوژۍ په دې عصر کې فریلانسنګ ته ډېره اړتيا محسوسېږي. 
د وای، ايچ،  ډي، او موسسې استازي  وويل: تېره ورځ مو له ۳۵۰ ځوانانو څخه د فريلانسنګ برنامې د پيل په موخه ازموېنه واخيستله، بريالي شوي ځوانان مو انټرويو ته راوغوښتل او له انټرويو وروسته ۹۰ تنه انتخاب او نن ورته عملاً درسونه پيل شول، چې د مجربو او مسلکي استادانو له لوري به ورته يو مياشتنۍ زده کړې ورکول کېږي.
 ۱۴۴۵/۵/۱۸ هـ ق
 ۱۴۰۲/۹/۱۱ هـ ش