مالي او اداري معین د کونړ د ورزشي کمپلکس د ځمکې په اړه د موظفې کمېټې سره وکتل

wares_admin
Tue, Jun 06 2023 2:49 PM
.....

د کرکټ بورډ ریاست د کونړ ولايت د ورزشي کمپلکس د ځمکې په اړه د لیک په وسیله ریاست الوزراء عالي مقام څخه د تېرې ادارې د کابینې ١٣٩٧/٦/٧ نېټې د (٨) مصوبې د تعدیل غوښتنه کړې وه.
د ریاست الوزرا عالي مقام په دې اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستيال ملا سعدالدین سعید ته سپارښتنه کړې، چې د اولمپيک رياست او کرکټ بورډ په عضویت یوه موظفه کمېټه جوړه کړي، ترڅو یاده سیمه له نژدې وګوري او نهايي پرېکړه یې د رياست الوزرا عالي مقام سره شريکه کړي.
 د رياست الوزرا عالي مقام د هدايت سره سم د ګرځندوی، مالي او اداري مرستيال د ياد ورزشي کمپلکس په اړه کمېټه جوړه کړې وه، چې د کونړ ولایت د ورزشي کمپلکس ځمکې څخه یې له نږدې نظارت وکړ او ګزارشونه یې نن په داسې حال کې د ملا سعدالدین سعید سره شریک کړل چې د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ معاونیت، دکرکټ بورډ او د اولمپيک رياست استازو هم ګډون کړی و.

 ۱۴۴۴/۱۱/۱۷ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۶ هـ ش