مالي او اداري معین د کونړ د ورزشي کمپلکس د ځمکې په اړه د موظفې کمېټې سره وکتل

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۴:۴۹
.....

د کرکټ بورډ ریاست د کونړ ولايت د ورزشي کمپلکس د ځمکې په اړه د لیک په وسیله ریاست الوزراء عالي مقام څخه د تېرې ادارې د کابینې ١٣٩٧/٦/٧ نېټې د (٨) مصوبې د تعدیل غوښتنه کړې وه.
د ریاست الوزرا عالي مقام په دې اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستيال ملا سعدالدین سعید ته سپارښتنه کړې، چې د اولمپيک رياست او کرکټ بورډ په عضویت یوه موظفه کمېټه جوړه کړي، ترڅو یاده سیمه له نژدې وګوري او نهايي پرېکړه یې د رياست الوزرا عالي مقام سره شريکه کړي.
 د رياست الوزرا عالي مقام د هدايت سره سم د ګرځندوی، مالي او اداري مرستيال د ياد ورزشي کمپلکس په اړه کمېټه جوړه کړې وه، چې د کونړ ولایت د ورزشي کمپلکس ځمکې څخه یې له نږدې نظارت وکړ او ګزارشونه یې نن په داسې حال کې د ملا سعدالدین سعید سره شریک کړل چې د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ معاونیت، دکرکټ بورډ او د اولمپيک رياست استازو هم ګډون کړی و.

 ۱۴۴۴/۱۱/۱۷ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۶ هـ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۵۴
Background image

په کندهار کې د سرور کائنات صلی الله علیه وسلم په منقبت کې شانداره نعتیه مشاعره ترسره شوه

 

د کندهار ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د سرور کائنات صلی الله علیه وسلم په منقبت کې شانداره نعتیه مشاعره ترسره شوه، چې پکې  د یاد ریاست رئیس مولوي انعام الله سمنګاني، د ښاروالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۴۷
Background image

پکتیا کې د امارت پېژندنې کتاب څخه اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې

 

نن پنجشنبه د پکتیا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د پوهنې ریاست لخوا له ښوونکو د امارت پېژندنې کتاب څخه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې.
دغه ازموینه د پکتیا. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۴۴
Background image

د یونسکو د علمي او کلتوري سازمان د لرغونو اثارو د بیا رغونې او ساتنې مسؤلې د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

 

په بامیانو ولایت کې د لرغونو آثارو د بیا رغونې او ساتنې مسؤلې الیسا پانوسیا او د یونسکو د ساینسي، تعلیمي او کلتوري سازمان د لرغونو آثارو د بیارغونې انجینر ډیویډ فاوارون د دغه ولایت د. . .

BACK TO NEWS