د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یاد ولایت له راډیوګانو څخه لیدنه وکړه
تېره ورځ د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي مصطفی هاشمي د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بغلان له راډیوګانو لیدنه وکړه، چې د دولتي ادارو ویاندویانو یې ملتیا کوله.
نوموړي د یادي لیدنې پر مهال د هغوی ستونزې واورېدې او ویې ویل، چې له خبریالانو او رسنیو سره هر اړخیزه همکاري کوي او د همدې موخې لپاره وخت پر وخت د همغږۍ ناستې ورسره ترسره کوي، نوموړي د راډیوګانو له مسؤلینو وغوښتل، چې د ژورنالیزم له اصولو سره سم دې خپلې چارې منظمې کړي، د مسؤلینو او ولس تر منځ دې د پُل په حیث د هغوی ستونزې تر چارواکو ورسوي .
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ چې خبریالان دې حقایق خپاره کړي او بیلابیلې فرهنګي، ټولنیزې، کلتوري، اقتصادي او دیني خپرونې چې اورېدونکي یې اورېدو ته اړتیا لري جوړې او خپرې کړي.
په ورته مهال د بغلان د والي ویاند ملا علم مجیدي د رسنیو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي مسؤلین به پر وخت له خبریالانو سره معلومات شریکوي او په کاري ساحه کې به اسانتیاوې ورته برابروي.
د رسنیو مسؤلینو له امنیتي مسؤلینو او منسوبینو غوښتنه وکړه چې له خبریالانو سره نور هم ښه چلند وکړي او هغوی ته ډاډمن کاري شرایط برابر کړي.
۱۴۴۴/۷/۲۲ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۲۴ هـ ش