د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یاد ولایت له راډیوګانو څخه لیدنه وکړه

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۰:۵۲
ssssss

 

تېره ورځ د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي مصطفی هاشمي د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بغلان له راډیوګانو لیدنه وکړه، چې د دولتي ادارو ویاندویانو یې ملتیا کوله.
نوموړي د یادي لیدنې پر مهال د هغوی ستونزې واورېدې او ویې ویل، چې له خبریالانو او رسنیو سره هر اړخیزه همکاري کوي او د همدې موخې لپاره وخت پر وخت د همغږۍ ناستې ورسره ترسره کوي، نوموړي د راډیوګانو له مسؤلینو وغوښتل، چې د ژورنالیزم له اصولو سره سم دې خپلې چارې منظمې کړي، د مسؤلینو او ولس تر منځ دې د پُل په حیث د هغوی ستونزې تر چارواکو ورسوي .
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ چې خبریالان دې حقایق خپاره کړي او بیلابیلې فرهنګي، ټولنیزې، کلتوري، اقتصادي او دیني خپرونې چې اورېدونکي یې اورېدو ته اړتیا لري جوړې او خپرې کړي.
په ورته مهال د بغلان د والي ویاند ملا علم مجیدي د رسنیو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي مسؤلین به پر وخت له خبریالانو سره معلومات شریکوي او په کاري ساحه کې به اسانتیاوې ورته برابروي.
د رسنیو مسؤلینو له امنیتي مسؤلینو او منسوبینو غوښتنه وکړه چې له خبریالانو سره نور هم ښه چلند وکړي او هغوی ته ډاډمن کاري شرایط برابر کړي.
۱۴۴۴/۷/۲۲ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۲۴ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۲۸
Background image

ننګرهار کې د مطالعې دود پیاوړتیا په موخه له ځوانانو سره غونډه وشوه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب او کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د جلال آباد ښار په عامه کتابتون کې ګڼ شمېر فرهنګیانو، شاعرانو، لیکوالانو زده کړیالانو او زده کوونکو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

پکتیا کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (کتاب پېژندنه او پر څیړنیز بهیر یې اغېزې) په نوم علمي سیمینار وړاندې شو

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او پکتیا پوهنتون په ګډو هڅو د کتاب او کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د ځوان نسل مطالعې ته هڅولو په موخه د پکتیا پوهنتون په مرکزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

BACK TO NEWS