په غزني کې د حکومتي ادارو مطبوعاتي غړو ته ۳ ورځنی سیمینار دائر شو

rahmatullah
Mon, Jan 23 2023 5:13 PM
غزنی

 

تېره ورځ غزني ولایت کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا حکومتي ادارو مطبوعاتي غړو ته درې ورځنی سیمینار دائر شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلی ملا حمیدالله نثار وایي چې په غزني کې یې د خبریالانو د ټولني په مرسته د دغه ولایت د حکومتي ادارو مطبوعاتي غړو ته درې ورځنی سیمینار دائر کړ، چې موخه یې د خبریالانو او د حکومتي ادارو تر منځ همغږي، خبریالانو ته دقیق او پر وخت اطلاعات رسول او د یادو ادارو د لاسته راوړنو او فعالیتونو پر وخت خپرول دي.
 
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې څو ځله د غزني خبریالانو په دغه ولایت کې د حکومت او رسنیو په ګډه همغږۍ ناسته کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي اندېښنه ښودلې وه او د غزني له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه یې غوښتي وو چې دوئ ته دقیق او په وخت اطلاعات په اختیار کې ورکړل شي.
۱۴۴۴/۶/۲۹ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۲ هـ ش