په غزني کې د حکومتي ادارو مطبوعاتي غړو ته ۳ ورځنی سیمینار دائر شو

rahmatullah
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۷:۱۳
غزنی

 

تېره ورځ غزني ولایت کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا حکومتي ادارو مطبوعاتي غړو ته درې ورځنی سیمینار دائر شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلی ملا حمیدالله نثار وایي چې په غزني کې یې د خبریالانو د ټولني په مرسته د دغه ولایت د حکومتي ادارو مطبوعاتي غړو ته درې ورځنی سیمینار دائر کړ، چې موخه یې د خبریالانو او د حکومتي ادارو تر منځ همغږي، خبریالانو ته دقیق او پر وخت اطلاعات رسول او د یادو ادارو د لاسته راوړنو او فعالیتونو پر وخت خپرول دي.
 
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې څو ځله د غزني خبریالانو په دغه ولایت کې د حکومت او رسنیو په ګډه همغږۍ ناسته کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي اندېښنه ښودلې وه او د غزني له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه یې غوښتي وو چې دوئ ته دقیق او په وخت اطلاعات په اختیار کې ورکړل شي.
۱۴۴۴/۶/۲۹ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۲ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل کې له رسنيو څخه څارنه تر سره شوه

تېره ورځ د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د اطلاعاتو آمريت له لوري د زابل د خصوصي او دولتي رسنيو څخه نظارت ترسره شو.
زابل ولایت کې دا مهال پنځه خصوصي او يوه دولتي راډيو، ملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۹:۱۴
Background image

باميانو کې د سيرت النبي (ﷺ) د سترې سيالۍ پایلې اعلان شوې

نن يکشنبه ( ۲۶ د جمادی الاول ۱۴۴۵) باميانو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ترسره شوې سيرت النبي (ﷺ) د سترې سيالۍ پایلې ددې ولايت د والي، د دولتي ادارو د رئيسانو، علماوو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۹:۱۳
Background image

ترینکوټ ښار کي د یو شمېر لوحو اوتبلیغاتي تابلوگانو څخه څارنه وشوه

د روزګان ولایت د تابلوګانو او لوحو د اصلاح کمېټې غړو نن د مرکز ترینکوټ ښار د یو شمېر هټیو د تابلوګانو او لوحو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
 د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر رازمحمد. . .

BACK TO NEWS