د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

گمنام (غیر مصدقہ)
Thu, Nov 04 2021 7:44 PM
Khairkhwah, Bahadar

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان او ايران ترمنځ د فرهنګي اړيکو د پراختيا او پياوړتيا يادونه وکړه او د ايران اسلامي جمهوريت يې يو ښه ګاونډی وباله .
په همدې حال کې په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان له رسنیو سره د همکارۍ، د راډیو، ټلویزیون او خبري آژانسونو په برخو کې د همکارۍ او د ژورنالیزم او نورو برخو کې د تحصیلي بورسونو د ورکولو، په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت، د فرهنګي او سیاحتي آثارو بیا رغاونه لکه د موزیم مدیریت او د لرغونو اثارو د ساتنې او د لرغونپوهنې او موزیم مدیریت په برخه کې د محصلینو لپاره د بورسونو او د افغانستان له عامه کتابتونونو سره د مرستې او د کتابدارۍ په برخه کې د بورسونو په ورکولو کې د همکارۍ د تفاهم لیک د لاسلیک اړتیا ته اشاره وکړه.
بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په بېلابېلو برخو کې د ایران اسلامي جمهوریت له هراړخیزو همکاریو او افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو له ورکولو مننه وکړه، هغه د دواړو هېوادونو د ګډ کلتور او تاریخ په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي تجربو پرراکړې ورکړې یې ټینګار وکړ.