میدان وردګو کې لسګونو زده کوونکو ته علمي سیمینار وړاندې شو
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد په دې ولایت کې د یوه خصوصي لېسې لسګونو زده کوونکو او استادانو ته د زده کړو د ارزښت په اړه علمي سیمینار وړاندې کړ.
ښاغلي مجاهد د دیني زده کړو ترڅنګ د عصري علومو پر اهمیت ټینګار وکړ او ځوانان یې د هېواد شتمني وبلل. نوموړي له زده کوونکو څخه وغوښتل چې خپلو استادانو ته پوره احترام ولري، درسونو ته جدي پاملرنه وکړي او د هېواد د پرمختګ لپاره، په ځانګړي توګه د ټکنالوژۍ په برخه کې پوره هڅې وکړي.
د یادې لېسې یوه تن ښوونکي وویل: ځوانان د هېواد د راتلونکی جوړونکي دي او د هېواد پرمختګ او آبادي د ځوانانو په علمي او فکري ودې پورې تړلې ده. نوموړي د ځوانانو پر زده کړو ټینګار وکړ او ویې ویل: ځوان نسل باید د علم په ترلاسه کولو سره د هېواد د پرمختګ لپاره پوره هڅې وکړي. .
د سیمینار په پای کې پر زده کوونکو کتابچې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ۱۷مې ګڼې فرمان چاپ شوي بروشرونه هم ووېشل شول.
۱۴۴۸/۵/۲۹ هـ ق