میدان وردګو کې لسګونو زده کوونکو ته علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۶
..

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌ الله مجاهد په دې ولایت کې د یوه خصوصي لېسې لسګونو زده‌ کوونکو او استادانو ته د زده‌ کړو د ارزښت په اړه علمي سیمینار وړاندې کړ.
ښاغلي مجاهد د دیني زده‌ کړو ترڅنګ د عصري علومو پر اهمیت ټینګار وکړ او ځوانان یې د هېواد شتمني وبلل. نوموړي له زده‌ کوونکو څخه وغوښتل چې خپلو استادانو ته پوره احترام ولري، درسونو ته جدي پاملرنه وکړي او د هېواد د پرمختګ لپاره، په ځانګړي توګه د ټکنالوژۍ په برخه کې پوره هڅې وکړي.
د یادې لېسې یوه تن ښوونکي وویل: ځوانان د هېواد د راتلونکی جوړونکي دي او د هېواد پرمختګ او آبادي د ځوانانو په علمي او فکري ودې پورې تړلې ده. نوموړي د ځوانانو پر زده‌ کړو ټینګار وکړ او ویې ویل: ځوان نسل باید د علم په ترلاسه کولو سره د هېواد د پرمختګ لپاره پوره هڅې وکړي. .
د سیمینار په پای کې پر زده‌ کوونکو کتابچې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷مې ګڼې فرمان چاپ شوي بروشرونه هم ووېشل شول.

۱۴۴۸/۵/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۹
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸)، نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از کتاب‌ها تصامیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۴
Background image

هیأت فرهنگی اوزبیکستان از آبدات تاریخی ولسوالی اندخوی فاریاب بازدید کرد

هیأت فرهنگی جمهوری اوزبیکستان به هدف تقویت روابط فرهنگی میان دو کشور و بازدید از آبدات تاریخی، با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب، مسوولان محلی، علمای‌کرام، بزرگان و فرهنگیان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۴
Background image

برگزاری سیمینار علمی به ده‌ها شاگرد در میدان‌وردگ 

مولوی حبیب الله مجاهد رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان‌وردگ سیمینار علمی را در رابطه به ارزش علم و دانش به ده‌ها تن از شاگردان‌ و استادان لیسه خصوصی این ولایت ارایه کرد.
آقای مجاهد ضمن. . .

BACK TO NEWS