بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د ځوانانو د اسلامي روحیې پیاوړتیا او فکري ظرفیت لوړولو او د ځوانانو ترمنځ د ناسمو افکارو د خپرېدو د مخنیوي په موخه جوړ شوی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په وینا؛ په دې پروګرام کې سل تنه ځوانانو ته د بغلان ولایت د مخکښو استادانو او علماوو له خوا د اسلامي عقیدې، فکري زده کړو او دیني پوهاوي په برخو کې روزنه ورکړل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه پروګرام د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کلمات علمي او څېړنیز ادارې په همکارۍ پیل شوی و.
د پروګرام په پای کې له ګډونوالو څخه ازموینه واخیستل شوه او هغو پنځو تنو ځوانانو ته چې تر ټولو لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، نغدي جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.
۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق