بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
..

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د ځوانانو د اسلامي روحیې پیاوړتیا او فکري ظرفیت لوړولو او د ځوانانو ترمنځ د ناسمو افکارو د خپرېدو د مخنیوي په موخه جوړ شوی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په وینا؛ په دې پروګرام کې سل تنه ځوانانو ته د بغلان ولایت د مخکښو استادانو او علماوو له خوا د اسلامي عقیدې، فکري زده کړو او دیني پوهاوي په برخو کې روزنه ورکړل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه پروګرام د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کلمات علمي او څېړنیز ادارې په همکارۍ پیل شوی و.
د پروګرام په پای کې له ګډونوالو څخه ازموینه واخیستل شوه او هغو پنځو تنو ځوانانو ته چې تر ټولو لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، نغدي جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS