د لرغون پېژندنې ریاست پلاوي د ننګرهار له تاریخي ساحو لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د لرغون پېژندنې رياست رئیس ذبیح الله سادات د مسلکي انجنیرانو په ملتیا د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد او د دې ولایت د بهسودو او کامې ولسوالیو ته د سفر پر مهال د بحرآباد سټوپې او د لاس په لاس بابا زیارت په ګډون له یو شمېر تاریخي او لرغونو سیمو لیدنه وکړه.
ښاغلي سادات د دغو سیمو د لیدنې پر مهال وویل: د ننګرهار تاریخي او لرغوني ساحې د دې خاورې د پخوانیو تمدنونو په ځانګړي ډول د کوشاني دورې د غني فرهنګي هویت ښکارندويي کوي، او د افغانستان د تاریخ په پېژندنه کې ځانګړی ارزښت لري.
نوموړي د ننګرهار د ولایت مقام له مرستیال سره هم ولیدل او د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان ته په کتو سره يې د تاریخي آثارو د خوندیتوب، ساتنې او د خلکو د پوهاوي پر اړتیا ټینګار وکړ.
ننګرهار چې په تاریخي متونو کې د "نگارا" او "نگاهارا" په نومونو هم یاد شوی، د ګندهارا د تمدن یوه مهمه برخه بلل کېږي، د جلال آباد ښار او د بهسودو او کامې ولسوالۍ له تاریخي پلوه د کوشاني دورې نښې لري، او د اسلامي دورې نه مخکې د ځانګړي سبک لرونکې سټوپې یې د دې سیمې د لرغوني هویت څرګندونه کوي.
۱۴۴۶/۱۰/۱۸ ق