د لرغون پېژندنې ریاست پلاوي د ننګرهار له تاریخي ساحو لیدنه وکړه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۱:۳۱
ghjkl

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د لرغون پېژندنې رياست رئیس ذبیح‌ الله سادات د مسلکي انجنیرانو په ملتیا د ننګرهار ولایت مرکز جلال ‌آباد او د دې ولایت د بهسودو او کامې ولسوالیو ته د سفر پر مهال د بحرآباد سټوپې او د لاس ‌په لاس بابا زیارت په ګډون له یو شمېر تاریخي او لرغونو سیمو لیدنه وکړه.
ښاغلي سادات د دغو سیمو د لیدنې پر مهال وویل: د ننګرهار تاریخي او لرغوني ساحې د دې خاورې د پخوانیو تمدنونو په ځانګړي ډول د کوشاني دورې د غني فرهنګي هویت ښکارندويي کوي، او د افغانستان د تاریخ په پېژندنه کې ځانګړی ارزښت لري.
نوموړي د ننګرهار د ولایت مقام له مرستیال سره هم ولیدل او د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله فرمان ته په کتو سره يې د تاریخي آثارو د خوندیتوب، ساتنې او د خلکو د پوهاوي پر اړتیا ټینګار وکړ.
ننګرهار چې په تاریخي متونو کې د "نگارا" او "نگاهارا" په نومونو هم یاد شوی، د ګندهارا د تمدن یوه مهمه برخه بلل کېږي، د جلال ‌آباد ښار او د بهسودو او کامې ولسوالۍ له تاریخي پلوه د کوشاني دورې نښې لري، او د اسلامي دورې نه مخکې د ځانګړي سبک لرونکې سټوپې یې د دې سیمې د لرغوني هویت څرګندونه کوي.

۱۴۴۶/۱۰/۱۸ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS