بغلان کې د ځوانانو د همږغۍ او فکري روزنې په موخه غونډه ترسره شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۲۲
شبلاشدسشهفد

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د رضاکاره ځوانانو د همږغۍ، علمي او فکري روزنې په موخه غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: ځوانان دې په خپلو کې همږغي پیاوړې کړي او د فکري روزنې په برخه کې دې هغه خبرې او مفکورې وننګوي، چې د لویدیځو هیوادونو له باورونو،  قوانينو او تاثراتو څخه اغیزمنې وي،  په فکري روزنه سمبال ځوانان مسؤلیت لري، ترڅو د اسلامي نظام او افغاني ټولنې د ارزښتونو په رڼا کې ټولنیز ثبات رامنځته، د ځوانانو په منځ کې همږغي زیاته او نوی نسل ښه لوري ته وهڅوي.
د غونډې یو تن برخه وال ځوان عبیدالله وویل:  د ځوان نسل د فکري اصلاح لپاره بايد غونډې په پراخ ډول ترسره شي، له رسنيو کار واخيستل شي او دغه راز د مساجدو امامانو ته دنده وسپارل شي، چې د خپلو مقتديانو د عقيدوي او فکري روزنې لپاره منظم پروګرامونه ترتيب کړي.

۱۴۴۶/۸/۵ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۶ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۴
Background image

کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

BACK TO NEWS