څمکنيو ولسوالۍ کې غږېزو رسنیو څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۸
لات

د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار په څمکنیو ولسوالۍ کې پټان غږ، څمکني غږ او د نن ایف ایم راډیوګانو نشراتي وضعیت، څرنګوالي، اداري او مالي چارو څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار د دغې لیدنې پرمهال وویل: په رسنیو کې باید ژمن، مسلکي او په کار پوه کسان په دندو وګمارل شي، تر څو د اسلامي، کلتوري او ژورنالیستیکي اصولو په چوکاټ کې خپرونې وړاندې کړي.
اسلام یار د یادو رسنیو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل نشرات د افغانستان اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ مطابق مخته یوسي او په خپلو خپرونو کې اسلامي لارښوونو او د دیني علماوو ویناوو ته ځای ورکړي.
دغه راز نوموړي غوښتنه وکړه، چې د ښوونې، اقتصاد، روغتیا، ډاډمن امنیت، رغنیزو چارو او په ټولو برخو کې د نظام لاسته راوړنې او فعالیتونه په ښه ډول تر ولسونو ورسوي.
د دغې لیدنې په ترڅ کې د یادو رسنیو د خپرونو مهالوېش، نشراتي وضعیت، جوازونو، دستګاوو او اداري او مالي چارو اسنادو څخه لیدنه وشوه.

۱۴۴۶/۸/۵ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۶ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه. . .

BACK TO NEWS