د اطلاعاتو او کلتور رئیس د کوه صافي له مشرانو سره وکتل

د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د کوه صافي ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره وکتل او د کلتوري وضعیت د ښه والي، د جهادي ارزښتونو د ساتنې او د تاریخي او لرغونو سیمو د خوندیتوب په اړه یې خبرې وکړې.
مولوي شمس الحق صدیقي وویل: د لرغونو او تاریخي سیمو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او د خلکو همکاري په دې برخه کې ډېره ګټوره ده، د جهادي ارزښتونو ساتنه او د تاریخي او لرغونو سیمو خوندیتوب ته پاملرنه د اطلاعاتو او کلتور رياست کاري لومړيتوبونه دي.
په دې ناسته کې د مشرانو په استازیتوب میراګل خبرې وکړې او ویې ویل: د کوه صافي ولسوالۍ خلکو د شل کلن جهاد پر مهال د اشغالګرو پر ضد فعال رول لوبولی او اوس چې اسلامي نظام حاکم شوی، د کلتوري وضعیت د ښه والي او د جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دي.
د دې ترڅنګ دوی د ځوان نسل د ظرفیت لوړولو، د محلي کتابتون د جوړولو او د لرغونو سیمو د ساتنې غوښتنه وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د هغوی ستونزو ته د حل لارو پيدا کولو ډاډ ورکړ.
۱۴۴۶/۸/۳ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۴ ل