د ځوانانو د وړتیا لوړولو لپاره اوونیز کلتوري سمینار جوړ شو

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۲۴
..

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ځوانانو د ظرفیت لوړونې لپاره اوونیز کلتوري سمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب‌الله الهام د کلتوري سمینار د ترسره کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ويې ویل: د سمينار له جوړولو مو موخه د ځوانانو علمي او فکري ظرفيت لوړول او وده ورکول دي، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست لخوا له شته فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.
 همداراز شیخ  امدادالله صاحب د نفس د پاکوالي (تزکیه نفس) او د نفس سره د مبارزې د لارو چارو په اړه ارزښتناکه خبرې وکړې او د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند او اخلاق یې د نفس د اصلاح لپاره غوره لاره وګڼله.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت‌الله محمدي د رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د ژوند په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو یې وغوښتل، چې خپل ژوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت سره برابر کړي.

۱۴۴۶/۸/۲ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۳ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS