په فاریاب کې د خبریالانو او رسنیو د مسؤلينو د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۵۰
صثیبل

فارياب ولايت کې د ولايت مقام د مرستيال مولوي حميدالله ارشاد په مشرۍ او د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي شمس الدين محمدي په شتون کې د دې ولايت د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس‌الدین محمدي وویل: رسنۍ د خلکو او مسؤلينو ترمنځ د اړیکو رامنځته کولو اسباب دي، موږ ژمن یو، چې د رسنیو د آزادو او خپلواکو فعالیتونو ملاتړ وکړو، نوموړي د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په برخه کې د مرستیال والي هڅې وستایلې.
د فاریاب ولایت مقام مرستیال مولوي حمیدالله ارشاد په ټولنه کې د رسنیو پر حیاتي رول او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ د فاریاب د محلي رسنیو ستونزې به اړوندو مراجعو ته ورسوي.
خبریالانو او د رسنیو مسؤلينو په دې غونډه کې د اقتصادي ستونزو او د اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق ټینګار وکړ، هغوی د ځایي مسؤلينو د لا ډېرو همکاریو او ملاتړ غوښتنه وکړه، چې مسؤلينو ډاډ ورکړ او د دې ستونزو د حل لپاره يې د جدي اقداماتو ترسره کولو ژمنه وکړه.

۱۴۴۶/۷/۱۴ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۶ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۰:۲۵
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین په قطر کې د اسلامي امارت له سفير سهیل شاهین سره وکتل

چهارشنبه ( ۲۱ د‌ رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مولوي مهاجر فراهي په خپل کاري دفتر کې د قطر لپاره له نوي ټاکل شوي افغان سفیر محترم سهیل شاهین سره وکتل. 

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۲۱:۲۴
Background image

د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته د ظرفيت لوړونې روزنيز سمينار پای ته ورسېد

چهار شنبه( ۲۱ د‌ رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته د ظرفيت لوړونې روزنيز سمينار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۵۰
Background image

د سمنګان له محلي رسنیو څخه څارنه او لیدنه وشوه

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولینو د دې ولایت له محلي رسنیو څخه د چارو د لا ښه والي په موخه لیدنه او څارنه وکړه.
د اطلاعاتو آمر اسدالله عطايي د سمنګان د رسنیو فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS