په فاریاب کې د خبریالانو او رسنیو د مسؤلينو د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
Wed, Jan 15 2025 9:50 AM
صثیبل

فارياب ولايت کې د ولايت مقام د مرستيال مولوي حميدالله ارشاد په مشرۍ او د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي شمس الدين محمدي په شتون کې د دې ولايت د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس‌الدین محمدي وویل: رسنۍ د خلکو او مسؤلينو ترمنځ د اړیکو رامنځته کولو اسباب دي، موږ ژمن یو، چې د رسنیو د آزادو او خپلواکو فعالیتونو ملاتړ وکړو، نوموړي د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په برخه کې د مرستیال والي هڅې وستایلې.
د فاریاب ولایت مقام مرستیال مولوي حمیدالله ارشاد په ټولنه کې د رسنیو پر حیاتي رول او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ د فاریاب د محلي رسنیو ستونزې به اړوندو مراجعو ته ورسوي.
خبریالانو او د رسنیو مسؤلينو په دې غونډه کې د اقتصادي ستونزو او د اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق ټینګار وکړ، هغوی د ځایي مسؤلينو د لا ډېرو همکاریو او ملاتړ غوښتنه وکړه، چې مسؤلينو ډاډ ورکړ او د دې ستونزو د حل لپاره يې د جدي اقداماتو ترسره کولو ژمنه وکړه.

۱۴۴۶/۷/۱۴ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۶ ل

تازه ترین اخبار

Wed, Mar 12 2025 10:59 AM
Background image

The Director of Archaeology at the Ministry of Information and Culture visits Paktia Province

Engineer Zabihullah Sadat, the Director of Archaeology at the Ministry of Information and Culture, recently traveled to Paktia Province to inspect historical and archaeological sites. 

. . .
Mon, Mar 10 2025 2:07 PM
Background image

The regular meeting of the Book Evaluation and Review Commission was held

On Monday, March 10, 2025 (10th Ramadan 1446), the Book Evaluation and Review Commission held its regular meeting at the Deputy Ministry of Publications, chaired by Deputy Minister. . .

Wed, Mar 05 2025 1:51 PM
Background image

General Director of Jihadi Values Protection Meets with Ghor Governor

 On Wednesday, 5th Ramadan 1446 AH, the General Director of the Office for the Protection of Jihadi Values, Mawlawi Zabihullah Noorani, held a meeting with the Governor of Ghor Province. . .

BACK TO NEWS