د اطلاعاتو او کلتور وزير د احمد شاه بابا د کور له رغنيزو چارو څخه ليدنه وکړه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۲:۵۲
یبلات

دوشنبه ( ۱۲ د رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خيرالله خيرخواه صاحب کندهار ولايت ته د خپل سفر په لړ کې د احمد شاه بابا د کور له رغنيزو چارو څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي خيرخواه صاحب د احمد شاه بابا له کور څخه د ليدنې په ترڅ کې تاريخي آبداتو او کلتوري ميراثونو په ساتنه او رغونه ټينګار وکړ او ويې ويل: د احمد شاه بابا کور چې د افغانستان له تاريخي آبداتو څخه ګڼل کېږي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځانګړې پاملرنې او هڅو په ترڅ کې يې د بیا رغونې کارونه پيل شوي دي، چې دا مهال يې رغنيز کارونه ۹۰ سلنه ترسره شوي او د پاتې کارونو د ترسره کولو لپاره پکښې لا هم رغنيزې چارې روانې دي.
ښاغلي خيرخواه صاحب زياته کړه، تاريخي آبدات او کلتوري ميراثونه د ملتونو هويت څرګندوي او ساتنه يې د ټول ملت ګډه دنده او مسؤليت دی.

۱۴۰۳/۱۰/۲۴ ل 
۲۰۲۵/۱/۱۳ ز

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS