غور کې له خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه وشوه
د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې په همکارۍ د مخابراتي فلټرونو د نصب په اړه له خبریالانو، د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو او د دولتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه جوړه کړه.
په دې غونډه کې د غور د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مولوي عبدالحی زعیم د رسنیو او رسنیز کار پر ارزښت خبرې وکړې او له خبریالانو او رسنیو سره يې د لا ډېر ملاتړ ژمنه وکړه.
ښاغلي زعیم وویل: تل یې له رسنیو او خبریالانو سره د معلوماتو د لاسرسي او اړینو همږغيو زمینه برابره کړې ده، د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د غور له سیمه ییزې ادارې سره په همږغۍ هڅه کوي، چې دا همکارۍ او همږغۍ لا پسې پراخې کړي.
د يادونې وړ ده، چې خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو په دې غونډه کې خپل نظريات، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې، چې د مسؤلينو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۶/۶/۲۲ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۴ هـ ل
