د وخت مديريت دوه ورځنی ښوونيز سمينار پيل شو
چهار شنبه ( ۲۵ د جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت اړوند د کارکوونکو چارو رياست د ادارې د پراختيا او ظرفیت لوړونې آمريت له لوري د ملکي خدمتونو انسټيټيوټ په همکارۍ د ۶۵ تنو کارکوونکو لپاره د وخت د مديريت دوه ورځنی ښوونیز سمينار د عامه کتابتونونو ریاست په تالار کې پيل شو.
د یاد ښوونيز سمينار د پرانستې په مراسمو کې د خپرونو چارو معينيت سرپرست مولوي ضياءالحق حقمل، د مقام د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان، د پلان او پاليسۍ رئيس مولوي دوست محمد دوست،مالي او اداري رئيس محمد حنیف سيار، د کارکوونکو چارو رئيس مولوي نقیب الله نعمان، د ملکي خدمتونو انسټېټېوټ رئيس انجينر ویس الدين ويس او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بېلابېلو رياستونو کارکوونکو ګډون کړی وو.
دا ښوونيز سمينار به دوه ورځې دوام وکړي، چې د ملکي خدمتونو انسټېټېوټ استادانو له لوري به په عملي او نظري بڼه د وخت د مديريت په اړه برابر شوي ښوونيز مواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوهم، دريم او څلورم بستونو ۶۵ تنه کارکوونکو ته تدريس شي.
د سمينار د پيل په مراسمو کې د خپرونو چارو معينيت سرپرست ښاغلي حقمل صاحب، د ملکي خدمتونو انسټېټېوټ رئيس انجينر ويس صاحب او د کارکوونکو چارو رياست رئيس مولوي نعمان صاحب د وخت د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له کارکوونکو يې وغوښتل، چې له دې ډول ښوونيزو پروګرامونو څخه د خپلو علمي ظرفيتونو په پراختيا کې ګټه واخلي او دلته له يادو شويو درسونو څخه په خپلو ادارو کې په عملي توګه ګټه واخلي.
۱۴۰۳/۹/۷ هـ ل
۲۰۲۴/۱۱/۲۷ میلادي
