(د مني د خطاطۍ او نقاشۍ آثار) تر عنوان لاندې نندارتون پرانیستل شو

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۲۲:۵۵
...

نن یکشنبه(٢٢، د جمادي الاول، ١٤٤٦) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معنیت اړوند د هنرستان ریاست، د نګارستان آمریت له لوري د مني د نقاشۍ او خطاطۍ آثارو تر عنوان لاندې نندارتون د هنرستان ریاست په نګارستان آمریت کې پرانیستل شو. 

په دغه نندارتون کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو ریاست رئیس مولوي نقيب الله نعمان، د هنرستان رئیس مولوي محمد لعل منیب، د نګارستان آمر مفتي رفيع الله ناصح، هنرمندانو، نقاشانو، خطاطانو، استادانو، خبریالانو، د رسنیو مسؤلینو او ځوانانو ګډون کړی وو. 

دغه نندارتون د قرآن کريم په څو مبارکو آياتونو سره پیل شو، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقيب الله نعمان د هنرستان ریاست د فعالیتونو د ستاینې په ترڅ کې وویل: هنر او نقاشي لرغونې مخینه لري، چې د هېواد یوه اړتیا ګڼل کېږي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرمندانو، نقاشانو او خطاطانو هر اړخیز ملاتړ کوي.

نوموړي له هنرمندانو وغوښتل، چې خپل مسلک کې زياتې هڅې وکړي او هېواد ته وياړونه ور په برخه کړي. 

د هنرستان رئیس مولوي محمد لعل منیب د خپلو خبرو په ترڅ کې له هنرمندانو وغوښتل، چې د چارو د ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړانديزونه له هنرستان ریاست سره شريک کړي. 

د پوهنتون استاد ایمل میاخېل له هنرستان ریاست څخه مننه وکړه، چې د هنرمندانو، خطاطانو او نقاشانو د هڅونې لپاره دغه ډول پروګرامونه جوړوي. 

د غونډې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معينيت د هنرستان ریاست له لوري هنرمندانو، خطاطانو او نقاشانو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول. 

۱۴۰۳/۹/۴ ه‍ ش

۲۰۲۴/۱۱/۲۴میلادی

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS