د دولت آباد، قرمقول او اندخوی ولسواليو د تاريخي سيمو، رسنيو او عامه کتابتونونو څخه لیدنه وشوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۲۳
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي د فرهنګ او ګرځندوی د آمر او د عامه کتابتونونو د مدیر په ملتیا د اندخوی، قرمقول او دولت آباد ولسوالیو ته سفر وکړ.
 د دې سفر په ترڅ کې دوی د قرمقول ولسوالۍ د تاریخي سیمې (طوطي میدان) د اندخوی له امام شمس‌الدین عامه کتابتون، د دولت‌آباد ولسوالۍ عامه کتابتون او باباولی زیارت څخه لیدنه وکړه، چې په دې وروستیو کې د یو ملي سوداګر په مالي مرسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې انجينر تر څار لاندې بیا رغول شوی و.
مولوي شمس الدین محمدي لومړی د یادو ولسوالیو له ځايي چارواکو سره ولیدل او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه، چې د تاریخي آبداتو او آثارو په ساتنه او پالنه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معینیت د کتبي هدایت پر بنسټ، چې څه موده وړاندې دې ریاست ته رسېدلی و، د اندخوی ولسوالۍ د ځینو ښوونځیو (یولدوز، ایگمبیردی شهید، بابامراد او ابومسلم) لېسو د ودانیو څخه هم لیدنه وشوه، چې له جوړېدو یې څه باندې ۵۰ کاله تېر شوي دي.

۱۴۴۶/۵/۱۲ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۴ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS