کندوز کې د آمو څپې کلتوري مشاعره ترسره شوه 

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۳:۱
09oij

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د خلکو او فرهنګ ریاست او کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د «آمو څپې فرهنګي مشاعرې» په نوم په کندز کې شپنۍ فرهنګي مشاعره ترسره شوه.
په دې فرهنګي غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزيزي، د ولایت مقام مرستیال مولوي حبیب‌ الرحمن صهیب، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ګل‌محمد الیاس، د امارتي ادارو یو شمېر مسوولینو، د کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو شاعرانو، ليکوالانو، ادب پوهانو، ترانه ویونکو، ګڼ شمېر ځوانانو او خبریالانو برخه اخستې وه.
دغه‌راز په دې فرهنګي پرتمینه مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین ښاغلي مولوي عتیق‌الله عزيزي کندوز ولايت یو له هغو ولایتونو څخه یاد کړ چې ولسونو یې د جهاد په دوره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي، همدا شان ددغه ولايت مېړني ولس د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې هم ډېره کلکه مبارزه وکړه او له کندوز او شمالي ولایتونو څخه آمريکايان او د هغوی متحدين په ډېرې بې‌ شرمۍ بهر کړل.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه وخت رارسېدلی ترڅو ټول افغانان یو موټی شي او پر‌ داسې فرهنګي غونډو یووالي او ورورګلوۍ ته لا تقویت ورکړو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معين زیاته کړه چې دښمن اوس هم آرام نه دی او هره لحظه هڅه کوي ترڅو د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته کړي، ښاغلي معین له شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګيانو او د رسنیو له مسوولینو څخه وغوښتل چې د افغانستان د ښېرازۍ او آبادۍ لپاره د اسلامي امارت له مسولینو سره په هر اړخیزه توګه مرسته وکړي.
 د يادې فرهنګي مشاعرې په پای کې شاعرانو او ترانه ویونکو په پښتو، دري، ازبکي او ترکمني ژبو خپل ترتیب کړي شعرونه وړاندې کړل او د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
۱۴۴۶/۲/۲۸ ه‍ ق
۱۴۰۳/۸/۱۰ ه‍ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS