لغمان کې  تاريخي او د ګرځندوی سيمې او ځايونه تثبيت او ثبت شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۹
plkj

د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه پلاوي په لغمان ولايت کې ۹ تاريخي او د ګرځندوی وړ سيمې تثبیت او ثبت کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي مشر احسان الله بهير وویل: د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست سره يې په همغږۍ د لغمان ولايت بيلابېلو تاريخي او ګرځندوی سيمو ته سفرونه وکړل، ګڼ شمېر سيمې يې له نږدې وليدې، چې له جملې يې ۹ سيمې تثبيت او ثبت کړل شوې.
بل لور ته د لغمان ولايت د کلتور او ګرځندوی آمر محمد يعقوب ايوبي وايي، چې د ګرځندوی د کلتور  د پياوړتيا او د ګرځندويانو د جذب په موخه په دې ولايت کې یې  تاريخي ځايونه او د ګرځندوی سيمې په مرکز مهترلام، الينګار، دولت شاه او قرغيو ولسواليو کې تثبيت او ثبت کړي دي.
سربېره پر دې  لغمان ولايت د ښکلو درو، څپاندو سيندونو او لوړ غرونو په درلودلو سره د پام وړ ګرځندوی سيمې او ځايونه لري، چې د داخلي ګرځندويانو ترڅنګ له بهرنيو هېوادونو څخه هم وخت ناوخت ګرځندويان نندارې ته راځي او له بېلابېلو سيمو څخه ليدنې کوي.

۱۲/۴/۱۴۴۶ هـ ق
۲۴/۷/۱۴۰۳ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۲۰:۴۷
Background image

څرخ ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د څرخ ولسوالۍ په بازار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې د یاد رياست د مسؤلينو تر څنګ پکښې ګڼ شمېر ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د اسلامي هنر، علمي څېړنو او کتابتونونو د پراختیا ژمنې وشوې

چهارشنبه ( ۲۱ د ذوالحجې ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق ‌الله عزیزي په عامه کتابتون کې د اندونیزیا اسلامي جمهوریت د سفارت له شارژدافیر ښاغلي نندا ایوالسټ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

رسنۍ د ټولنې هنداره ده، بايد په دقت او امانت ‌دارۍ سره پېښې منعکسې کړي

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له خبريالانو، د رسنيو له مسؤلينو او د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
د سمنګان مرستیال والي مولوي داد خدا خادم د. . .

BACK TO NEWS